انصار: (د غبرګولی ۲۲مه)، د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلنډ وایي، افغانان اوس په یوه ډېر بد حالت کې دي او نړیواله ټولنه باید ورسره مرستې وکړي.
ایګلنډ په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې د ناټو له غړیو هېوادونو غوښتي چې اوس یې وخت دی چې د هغو ۴۰ میلیونه افغانانو په خاطر، چې په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د دغو ځواکونو له وتلو وروسته یوازې پرېښودل شوي، مرستې له سره پیل کړي، له چارواکو سره ښکېل شي اودوامداره حل لارې ولټوي.
هغه د ناټو پر غړیو د انتقاد په بڼه ویلي چې ښځې او نجونې ستاسو د مبهم چلند لوړه بیه پرې کوي.
ایګلنډ زیاته کړې چې افغانان چې نړیوالې ټولنې تر شا پرېښي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ویجاړونکي ټکانونه زغمي.
نوموړي اقتصادي سقوط، زلزلې، د اقلیمي بدلون ناوړه پایلي او د اوسنیو چارواکو له خوا له بشري حقونو څخه سختې سرغړونې یې څو بیلګې یادې کړې دي.
د ایګلنډ په خبره د بشرپالنې ډلې یوازې نه شي کولای، هغه تشه ډکه کړي چې د پراختیایي مرستو د ناببره بندېدو له امله رامنځته شوې ده.
هغه ویلي چې د مخ په زیاتېدونکو اړتیاوو د کړۍ د ماتولو لپاره باید له سختې بېوزلۍ سره د مقابلې لپاره اقدامات وشي.
د ایګلنډ په وینا، له چارواکو ورهاخوا د افغانستان وګړي د ثابت، شفاف او اوږدمهاله ملاتړ مستحق دي.
د ناروې د کډوالو د شورا مشر همدارنګه یادونه کړې چې افغانان د خپل هېواد له پولو بهر بېځایه شوي او حل لارې یې هم باید له سیاستونو سره غوټه نه وي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32020